|
بیلابیل ملګري شاعران
د چهارشنبې په ماښام راته بریالي ویاړ وویل چې جلال امرخیل له خپلو څو نورو ملګرو سره له کابله راروان دی او شپه به یې موږ سره وې نو باید د ننګرهار یو شمیر فرهنګیان خبر کړو چې بیګا ته بنډار په افغان مینه کې جوړ کړو ، هماغه وه چې یو شمیر ملګرو فرهنګیانو ته مو د ټلیفون له لارې د امرخیل د راتګ زیری ورکړ او ورته مو وویل چې شپه به مو د ویاړ دوی په کور کې ده .
دا نو د ماښام شاخوا اته بجې زه او ویاړ د جلال دوی مخې ته تر درونټې ورغللو او هغه مو خپل موټر ته تر راپورته کولو وروسته بیرته د جلال اباد د ښار په لور حرکت وکړ .
له افغان مینې تیر شو او د د مخابراتو په څلور لاري کې باز عابد انتظار وه ، هغه مو راواخیستو .
د پښتونستان په چوک کې هجرت الله له څو نورو ملګرو سره زموږ لارې څارلې له هغه سره تر روغبړ وروسته مو د موټر مخه د افغان مینې په لور سیخه کړه او سیده د ویاړ دوې کور ته راورسیدو .
نری نری باران وریده او موسم ډیر ښه وه .
دلته نو ځواب ، کمالزی ، انجینر نوروز او بختیار ساحل هم راورسیده ټول ډیر خوشحاله وه له روغبړ وروسته د ډوډۍ سرشته ونیول شوه .
له ډوډۍ خوړلو وروسته بنډار شروع ټول دوه دوه شول او په خپلو کې یې د خپل درنه او د بل سپکه شروع کړه ، جلال هم خوله له شیرین ځوی او اختیار سره ورنږدې کړه او بنګ بنګ یې شروع کړ ، دلته نو ماته هغه متل رایاد شو چې خلک د ناوې لیدلو ته راغلل او ناوې لاړه .... ته ،د کمالزی صیب دې کور ودان وې چې د شپې نږدې یولس بجې یې وویل بڼدار به یو کړو او هماغه وه چې ټولو ملګرو د فی البدیهه مشاعرې د پیل کولو غوښتنه وکړه .
د شعر په مطلع کار شروع شو .
بریالی ویاړ قلم او کتابچه راوخیسته او پدې تمه شو چې څوک یې راشروع کړی .
ټول غلی شول .
اخر ځواب ځان رانیغ کړ او وې ویل دا مو مطلع :
هسې پیسې نه درکۍ یار په سړي سر ګرځوي
له دفترونو سره کار په سړي سرګرځوي
ځواب
ځینې کارونه د سرکار په سړي سرګرځوي
د طالبانو نه هم ډار په سړي سر ګرځوي
کمالزی
د عمر تمه د یوې وعدې ځای نه شي نیوي
خو ددې ښکلو انتظار په سړي سر ګرځوي
عابد
جلاله ته خو بختور یې چې باران شوی دی
کنه په اوړي کې ننګرهار په سړي سر ګرځوي
ځواب
چاویل د امن ملکه زموږ تر کلي راغله
د جنګ لوګی په دغه ښار به سړی سر ګرځوي
مجمد جسین میاخیل
چې مخامخ شی به خندا شی او به ملا ماته شی
جانانه ستا دغه کردار به سړی سر ګرځوي
ویاړ
د چا باڼه ژیړ مازیګر د زړه پرهر شړوی
د چا خولګی په شین سهار په سړی سر ګرزوی
جلال امرخیل
چې په ځنک تېره شی مخ واړوی او په او چوب پاتې شی
د رقیب مخکې داسې کار په سړی سرګرزوی
رخمت الله زیارمل
ډېره موده وشوه ځوابه چې راغلۍ نه یې
مازیګری د کوزبیار په سړی سر ګرزوی
ایمل مړوند
چې په غزل کې برخه نه اخلی او غلۍ ناست دۍ
دا غلې ناسته د اختیار په سړی سرګرزوی
شیشرین زوی
ښکلو ته باربار په لیدو هرچاته خوند ورکوي
دا ځينې ځینې په یو وار په سړی سر ماتوي
عابد
منمه هرڅه به نشه لري خو دا ومنۍ
په روژه ماتي کې نصوار په سړي سر ګرزوی
کمالزی
نصوار به څه وي کمالزيه هسې څله وايې
سيګرټ د چرسو چردار په سړي سر ګرځوي
اکرام
د کانديدانو بازار ګرم دی ټول رايه غواړي
دا ځينې ځينې کلانکار په سړي سر ګرځوي
رخمت الله زيارمل
په تورو غرونو کې خو ځای د پټيدلو هم وي
په ښار يه کې خو کفار په سړيي سر ماټوي
ساحل
جلاله ستا په راتلو خوښ يو ته هر کله راشې
خو بېرته تګ کې دې تلوار په سړي سر ګرځوي
شيرن زوی
زه يدې کوڅې ته په درتلو کې څه مشکل نه لرم
خو د جينۍ فرعون پلار په سړي سر کرځوي
وياړ
چابه ليدلی وي او چابه لا ليدلی نه وي
چاته دې رانه شي قرضدار په سړي سر ګرځوي
اختيار
اول مسکال درکړي بيا ورسته درنه کارت وغواړي
دا حرموني د بازار په سړي سر ګرځوي
څواب
ځينې شيبې به دې د عشق نړۍ کې ډوب وساتي
ځينې لحظې د اکشي کمار په سړي سر ګرځوي
ساحل
کړې وعده کې چې په شا شي وایي بيابه ګورو
د جانان دغسې اقرار په سړی سر ګرځوی
مړوند
د راتګ لار به دې جارو کړو په بڼو جلاله !
ستا په ورتګ د بېلتون لار په سړی سر ګرځوی
میاخیل
د مګتبیانو یارانه دومره اسانه نه ده
په سره غرمه کې انتظار په سړی سر ګرځوی
اختیار
ترېنه غوښتنه د خولګۍ دومره اسانه نه ده
الله توبه استغفار په سړي سر ګرځوي
کمالزۍ
که د جلال شعر راته وایې درته غوږ نیسمه
شعر د قاری صاحب سهار په سړي سر ګرځوی
کمالزۍ
د ربانی او د سیاف په اړه یې هیځ نه ویل
یهودو ویل چې حکمتیار په سړی سر ګرځوی
ساحل
د لویو لارو په سر ډله ډله ناست وی ماښام
کلیو کې دومره ډیر اوزګار په سړی سر ګرځوی
ویاړ
اوس د اتل تر سرلیک لاندې ددې قام د قاتل
تصویر به ګوټ ګوټ کې د ښار په سړي سر ګرځوی
جلال
جنډې پرې نه ودروم څوک به ورته نه ورګوری
د ځوانیمرګ لالي مزار په سړی سر ګرځوی
ځواب
هر وخت په دې تمه ورڅم چې څوک مې ونه ویني
ستا سو کوڅه کې څوکیدار په سړی سر ګرڅوي
کمالزۍ
چې درنه مخکي وې په لاره او لاره نه درکوي
د بهرنۍ قوې کتار په سړي سر ګرځوي
شیرن ځوی
منم ټکر به له هغې شرنګه لویدلی نه وې
خو اوس سندرې د ګلزار په سړي سرګرځوي
مړوند
چې کله ګټه کې یې ځان درته پاچا ښکاره شي
خو په تاوان کې یې قمار په سړي سر ګرځوي
ساحل
د جینګو یاري اسانه ده ځوابه اشنا
د هلکو سره پیار په سړي سرګرځوي
جلال
خوند د تبلې او ارمونې به یوې خواته پریږدو
خو له منګې سره سیتار په سړي سر ګرځوي
اکرام
منمه ستاسو ښاریه به هم ښاسیته وې ګرانه
خو زموږ د کلې شین چینار په سړي سر ګرځوي
مړوند
د یار تر دره چې د شپې سړی یواځې درومې
عالمه بیا د سپو غپار په سړي سرګرځوي
کمالزی
په دې وطن کې دا دښکلو د یارۍ بندونه
په دې غربت کې دا بهار د سړي سر ګرڅوی
جلال
بیا د بلۍ په سر ښکاره شه چې دې وګورمه
د لوپټې دې هر یو تار په سړي سر ګرڅوي
زیارمل
چې د راتلوونکي راز یې ذهن کې هېځ ځای نه لري
انسان په نوم بیا د هوښیار په سړي سر ګرځوی
میاخیل
سيوری یې ښه وي هر سړی ترې لانده دمه کوي
څوک ورختی نه شي چینار په سړي سر ګرځوی
کمالزۍ
چې د مانا د ګټې څرک په کې له ورايه نه وي
تش د مادیاتو کاروبار په سړي سر ګرڅوی
میاخیل
(( مړه خپه يمه پوښتنه چې زما نه کوې ))
د کمالزي دغه ګفتار په سړي سر ګرځوی
عابد
که زما منې نور پرې غټه تیږه کېږده ویاړه !
ترسبایې پورې اشعار په سړي سر ګرځوی
ساحل
۲۰۱۰ـ ۷ ـ ۲۹
افغان مېنه
د شپې دونیمې بجې دغه مشاعره پای ته ورسېده چې په دې مشاعره کې کمالزي ، ویاړ ، ځواب ، جلال امرخیل ، اکرام الله اکرام ، ایمل مړوند ، بختیار ساحل ، رحمت الله زیارمل ، شهزاه ده شيرین زوی ، بازمحمد عابد، محمد حسین میاخیل ، او هجرت الله اختیار ګډون کړی و.
مننه
اکرام الله اکرام
|
تبصرې